IQNA

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ: په قدرت سره د ملي ګټو او عمومی  شتمنیو ساتنه کوو

16:27 - January 10, 2026
د خبر لمبر: 3492294
ایکنا  – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د دښمن پر وړاندې د خلکو د یووالي، انسجام او هوښیارۍ د ساتلو پر اړتیا ټینګار  کړی  او وئيلي ئې دي ،  د ملي ګټو، د هېواد د سټراټیژیکو بیخ بینائي تاسیساتو  او عامه شتمنیو به په قدرت سره ساتنه کوي او له هر ډول دسیسې سره به په جديت سره مقابله وکړي.

یکنانیوز راپور راکړی،د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په یوې اعلامیې کې، د دښمن پر وړاندې د خلکو د یووالي، انسجام او هوښیارۍ د ساتلو پر اړتیا په ټینګار سره اعلان وکړ: د سیمې په کچه د دښمن د خوځښتونو پر څارنې سربېره، د ملي ګټو، د هېواد د سټراتیژیکو بیخ بینائيو او عامه شتمنیو به په قدرت سره  ساتنه کوي او له هر ډول  دسیسې  سره به په جديت مقابله وکړي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي: د ایران ستر ملت د اسلامي انقلاب له بریا سره، د لوټمار او جنایت‌کارې امریکا لاس ئې د ایران له ټاټوبی  لنډ کړی او هغه تالی څټی، مستبد او پر لوېدیځ پورې تړلی عنصر ئې وشاړه. په تېرو ۴۷ کلونو کې، یرغلګر او شیطاني حکومت یعني  امریکا، تل هڅه کړې ده چې د بېلابېلو چلونو او توطئو له لارې خپله واکمني د ایران پر خلکو او ټاټوبی  بېرته ټینګه کړي.خو دغه چټی خوب به  جهنم ته له ځان سره یوسي.

 اوس هم دښمن د یوې بلې دسیسې له لارې، د جنایت‌کار او ماشوم‌وژونکي صهیونیسټي رژیم او د ترهګریزو او معاندو ډلو په ملاتړ او پشتیبانۍ سره، هڅه کوي چې د ښارونو نظم او ارامي ګډوډه کړي او د هېواد په عمومي امنیت کې اختلال رامنځته

https://iqna.ir/fa/news/4327864

captcha